IQNA

 د دوحې د کتاب په نړیوال نندارتون کې په  ۳۰ پاڼو  د لیکل شوي قرآن ننداره

16:06 - June 22, 2023
د خبر لمبر: 3487512
د قطر د دوحې د کتاب په نړیوال نندارتون کې دعربستان په نمایندګۍ یوه سټال یوه داسې قرآني نسخه نندارې ته وړاندې کړې چې ټول قرآن په دیرشو پاڼومشتمل دی.

ایکنا د الشرق له قوله ر اپور راکړ،دعربستان په نمایندګۍ هغه سټال چې د قطر د دوحې د کتاب د نړیوال نندارتون په دوه دیرشم پړاؤ کې ئې ګډون کړیدی،د قرآن کریم پنځه کمیابې نسخې  نندارې ته وړاندې کړي دي.په هغو کې یوه قرآني نسخه په هغو دیرشو پاڼو لیکل شوی چې هره یوه جزوه یا سپاره ئې په یوې پاڼې(په دوو مخونو) لیکل شوې ده.

دغه قرآن کریم له دیارلسمې پيړۍ سره اړونده دی او د عبدلباقي جان محمد په وسیله لیکل شوی دی.

د قطر د دوحې د کتاب په دغه نندارتون کې ګډون کونکي دعربستان په نمایندګۍ سټال داسې تاریخي لاسي لیکنو ټولګه نندارې ته وړاندې کړې ده چې د دغه هیواد دتمدن او تاریخ  ښودنه کوي.

په هغو کمیابو آثارو کې چې په دغه سټال کې نندارې ته وړاندې شوي دي،د مکینکل انجنئیرینګ په زمینې کې په؛ الجامع بين العلم والعمل النافع في صنعة الحيل؛په عنوان سره،د ابی العز اسماعیل بن الرزاز الجزایري اثر دی چې په دولسمې هجري پيړۍ کې لیکل شوی دی.همداشان یوه بله خطي نسخه په «الشفاء بتعریف حقوق المصطفی»عنوان سره چې مؤلف ئې هم ابی الفضل القادضي ایاض بن موسی الیحسبی(۵۴۴ق) دی او له اتمې هجری پیړۍ سره اړونده  ده .

همداراز یوه بله نسخه ؛ الاوائيل ؛ په عنوان سره چې ابوهلال الحسن بن عبدالله بن سهل بن سعید بن یحیی بن مهران العسکری ئې مؤلف دی او د تاریخ په زمینې کې لیکل شوې ده. ددغه کتاب  مخینه څه دپاسه زرو کلونو ته رسیږي  او په څلورمې پیړۍ کې لیکل شوی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4149499/

captcha